پکتیکا؛ د ۳۵ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیاليو اتلولي د زرمت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون له لوري د پکتیکا مرکز، ولسواليو، پکتیا او غزني ولایتونو د ۳۵ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي، چې په ښرنه کې ترسره شوې، زرمت لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ، پایلوبې ته یې د پکتیا زرمت او پکتیکا سرې کلا لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې زرمت لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.