پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عزت اللهدلوبډلې له خپل ١١٤ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٣٢ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سلطانو کېنګ لوبډلې ته ماتې ورکړهړاو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٦ ورځې یې دوام وکړ.
