پکتیکا؛ مرکز شرنه کې د رسۍ کشولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د دودیزو لوبو مدیریت لخوا د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې .
په دغو سیالیو کې اسماعیل نصرت او شاه محمد لومړی، یحی او نقیب الله دوهم، سیف الرحمن او جان محمد دریم مقامونه ترلاس کړل.
د یادو سیالیو موخه د دودیزو سیالیو را ژوندي کول وو.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.