پکتیکا؛ مرکز شرنه کې د نیزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۱۰
پکتیکا؛ مرکز شرنه کې د نیزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د نېزه وهنې فدراسیون د استازولۍ لوري او د Brac موسیسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز شرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د اتفاق B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې اتفاقB, اتفاقA, زاولو او مرکزي لوبډلو ګډون کړی وو. په پایله اتفاقB لوبډلې د ۵۲ نومرو په ترلاسه کولو لومړی او اتفاقA لوبډلې د ۴۴ نومرو په ترلاسه کولو دویم مقام ترلاسه کړ.

د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ ټولنیز سمون وو او د سیالیو په پای کې د Brac موسیسې له لوري لومړي مقام ته 10000Af او دویم مقام ته 5000Af افغانۍ د نغدي جایزې په ډول ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS