پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار په چکان کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مټا خان لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې بلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
