پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۳۸
پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د احمدزیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې احمدزیو لوبډلې له خپل ۱۹۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د نهو منډو په توپیر یې خپلې سیالې فقبر کلا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۳
Background image

د پهلواني لومړي پړاو غوره لیګ درېیمه ورځ هم د زرګونو تماشه چیانو په ګډون پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ دوه ورځې وړاندې د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۰ غوره لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

په یادو سیالیو کې له ۵۷ کیلو ګرام وزن څخه تر ۱۲۵ کیلو ګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

BACK TO NEWS