پکتیکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳
پکتیکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ ټايگر کلب کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو شپنۍ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پايله کې محمد انور لومړی، نصرت الله دويم او عبدالخالق بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS