پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۵۹
پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګرو پي سیالۍ د شاهین علي خېل لوبډلي په بریا سره پیل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې شاهين علي خېل لوبډلي خپلې سیالې کلب ګلبر لوبډلې ته د ۵/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې ۳۸ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۳۳
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوتبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ګردن دیوار لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۲۹
Background image

کابل؛ عزيزي ګروپ د هېواد له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله وستايله

د عزيزي سوداګريز ګروپ د بحرين په کوربتوب د اسيايي سياليو درېيم پړاو سياليو کې د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اتلان وستايل او د دوی دغه ستره لاسته راوړنه يې د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۱۲
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او رزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۱۰۰ متره. . .

BACK TO NEWS