پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د "نوجوانان قریه جانی" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۱:۱۰
پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د "نوجوانان قریه جانی" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د شهیدانو لوبغالي د کمېټې له لوري د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د "نوجوانان قریه جانی" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د سیالیو پایلوبې ته "نوجوانان قریه جانی" او "یوولس ستوري خاندار" لوبډلو لاره موندلې وه، چې په پایله کې نوجوانان قریه جاني لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په پنالټي کې د ۰-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په پای کې مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱۵۰۰۰۰ نغدي ډالۍ او دویم مقام ګټونکي ته ۵۰۰۰۰ د نغدې ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

د سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځ ته کول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS