پکتیکا؛ په ارګون کې د فوټبال اختریز جام ټورنمنټ د سوپر افغان بالیش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د فوټبال اختریز جام سیالۍ، چې شل ورځې وړاندې د ۱۶ مخکښو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د سوپر افغان بالش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د ټورنمنټ د پایلوبې سیالي د قلندري A کلب او د سوپر افغان بالیش کلب ترمنځ وه، چې له ۱-۱ پایلې سره مساوي پای ته ورسېده؛ خو وروسته بيا د په پينالټي ګزارونو سره د سوپر افغان بالیش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
په پای کې مخکښو لوبغاړو او لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
د ارګون د فوټبال کمېټې رئیس استاذ ناصر ملنګیار وایي، چې په راتلونکې کې د لا ډېرو ورته ټورنمنټونو د جوړېدو هوډ لري.
ارګون د پکتیکا یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې ورزش په ځانګړي ډول فوټبال پکې ډېر مینوال لري؛ خو ورزشکاران د معیاري امکاناتو او خدمتونو له نه شتون څخه سر ټکوي او له مسوولینو د ورزش په ډګر د پاملرنې غوښتنه کوي.
