پکتیکا؛ په اورګون ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۵:۴۳
پکتیکا؛ په اورګون ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او اورګون ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په یاده ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال چلینج کپ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ځدران او دین محمد خروټي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ځدران لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو موخه نړۍوالو ته د امن غږ رسول او همدارنګه د لوبغاړو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

کابل کې د ورزشي فدراسیونونو استازو ته د انټي ډوپینګ مقررات تشریح شول

له ډوپینګ سره د مبارزې نړۍوال آژانس (WADA) په لارښوونه او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې روغتیایي مسؤول ډاکټر عبدالرحمن حمید له لوري د آنلاین سمینار په ترڅ کې د ورزشي فدراسیونونو استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاکټر محمدخان لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۰
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لتس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد احمد. . .

BACK TO NEWS