پکتیکا؛ په نکه ولسوالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نکه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ د ارګون ولسوالۍ منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سياليو په پايلوبه کې د ارګون ولسوالۍ منتخبې لوبډلې خپلې سیالې زيړوک ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د يادو سياليو موخه په لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول وو، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ او په پای لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو دانه سېرلی ورکرړل شو.