پکتیکا؛ په چهابران ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چهابران ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو د پای لوبه د خیرمینځو او علیزو لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړۍ توپوهنه علیزو لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زیان ۹۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې خیرمینځو لوبډلې یاد هدف د دوو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په اتو وېکټو یې اتلولي خپله کړه.
