پکتیکا؛ په یوسف خیل ولسوالي کې د ۱۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خيلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د يوسف خېل ټايګرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د يوسف خيل ټايګرز او د غفور شرنوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لوبه په ټاکلي وخت صفر پر صفر مساوي پای ته ورسېده؛ خو په پینالټيو کې يوسف خېل ټايګرز لوبډلې خپلې سیالې غفور شرنوال لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريا يې وګټله.
د يادو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې ۸ ورځې يې دوام وکړ.