پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
 
              د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د دمیست قهرمان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شاه مردام او دمیست قهرمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه دمیست قهرمان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٩ منډو هدف وټاکه. شاه مردان لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١١٨ منډې وکړې او د ٢٠ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
