پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۴۸
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ښرنې او مشخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ښرنې لوبډلې د ۲/۶ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ فوټبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوې دي، چې اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS