پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۳۰
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او ملي او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت په یوسف خېلو ولسوالي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د ظفربابا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې ظفربابا لوبډلې د ۱۲ نمرو په ترلاسه کولو لومړی، خواجه بابا لوبډلي د ۸ نمرو په ترلاسه کولوسره دویم مقام اویوسف خېلو لوبډلې د ۶ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS