پکتیکا کې د لسو ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شرنه کې د لسو ښوونځيو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې څلور ورځې مخکې پيل شوې وې د علي بابا لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د علي بابا او ال.ج.هاد لېسو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ال.ج.هاد لېسې لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې علي بابا لېسې لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو ویکټو په توپير وگټله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته وده ورکول وو.
