پۀ خوست ولايت کې د غرغښت ټېب بال کرکټ سوپر ليګ سياليو درېيم پړاو پېل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۲:۲۲
پۀ خوست ولايت کې د غرغښت ټېب بال کرکټ سوپر ليګ سياليو درېيم پړاو پېل شو

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې، د غرغښت لېسې په لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د غرغښت ټېب بال کرکټ سوپر ليګ درېیم پړاو سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د متون اتفاق او زيارت گل لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه متون اتفاق لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو کېښود، زيات گل لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۴۰ منډو په توپير متون اتفاق لوبډلې بريا په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ، چې يوه نېمه مياشت به دوام وکړي، موخه يې د ځوانانو ترمنځ تفريح او د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS