پیروزی لوبډلې د لوګر ولایت د والیبال سیالیو اتلولي جام خپل کړ.
د واليبال سيالۍ د غويي په ١٤مه د لوګر ولايت د مرکز او ولسواليو د ٢٦ ټيمونو ترمنځ په کلنګار ولسوالۍ کې پيل شوې وې د کلنکار ولسوالۍ د پیروزي لوبډلې به اتلولي پاى ته ورسېدې.
د سياليو په وروستۍ ورځ د لوګر ولايت د ورزشي مسوولینو او د ولايتي ادارې يو شمېر مسوولينو او د واليبال مينه والو برخه اخيستې وه او پای لوبه يې له نږدې وليده.
د دې سياليو په پايله کې د کلنګار د واليبال لوبډلې لومړى مقام، د محمداغې کتب خیلو د لوبډلې دويم مقام او د چینه د توليد د فابريکې لوبډلې درېيم مقام خپل کړ، چې د مسوولينو له خوا د ستاينليکونو په ورکولو سره وستايل شول.
