څلور پرلپسې بریاوې؛ له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله د اسيايي سياليو پايلوبې ته ووتله

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۴۶
څلور پرلپسې بریاوې؛ له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله د اسيايي سياليو پايلوبې ته ووتله

د افغانستان له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ نويو ځوانانو اسيايي سياليو درېيم پړاو کې خپلې سيالې تايلينډ لوبډلې ته د ۹ - ۱ ګولونو په ستر توپير ماته ورکړه او د دې سياليو پايلوبې ته ووتله.

افغان فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ګروپي پړاو کې درې سيالۍ ترسره کړې وې،چې درې واړه يې په خپله ګټه تمامې کړې وې.

افغان ځوانان به په دې پايلې سره، د دې سياليو په پايلوبه کې راتلونکې پنجشنبه ( د لړم پر ۸مه ) نېټه د خپلې سيالې ايران لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

د ۲۰۲۵ نويو ځوانانو فوټسال اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربه‌توب د اتو هېوادونو په ګډون په دوو ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي، چې د همدې مياشتې تر ۳۰مې نيټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS