چک ولسوالۍ کې د خوسۍ محلي لوبې ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۱:۵۶
ک ولسوالۍ کې د خوسۍ محلي لوبې ترسره شوې

د میدان وردګو، چک ولسوالۍ کې تېره ورځ د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د خوسۍ محلي لوبې جوړې شوې وې.

د ولایت د بدني روزنې او ورزش مسؤلین وایی، دوی غواړي هغه محلي لوبې یو ځل بیا د خلکو تر منځ دود کړي، چې د له منځه تلو په حال کې دی.

د بدني روزنې امر ذبیح الله وهاج وایي، موږ هڅه کو، محلي لوبو ته خاصه توجه وکړو، ځکه محلي لوبې ځانګړي مینوال لري.

وهاج وایي ورستیو وختونو موږ د ورزش برخه کې د ولایت په کچه لویې لاسته راوړنې لرو.

هغه وایي، زموږ ولایت کې د ورزش هره برخه کې ځانګړي استعدادونو لرو، چې په راتلونکې کې به د د ولایت په کچه لویې لاسته راوړنې ولری.

په میدان وردګو ولایت کې دا لومړی ځل دی، چې دا ډول محلي لوبې په یوه سولیزه او ارامه فضا کې ترسره کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS