کابل؛ اماني ليسې د کابل ښار د پوهنې رياست د فوټبال خزاني ټورنمنټ اتلولي وګټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۹:۱۹
کابل؛ اماني ليسې د کابل ښار د پوهنې رياست د فوټبال خزاني ټورنمنټ اتلولي وګټله

د کابل ښار د پوهنې رياست د بدني روزنې مديريت له لوري او د فوټبال ملي فدراسیون په همکارۍ د کابل ښار د ۸ غوره ښوونځيو ترمنځ پيل شوی څلور ورځنی د فوټبال خزاني ټورنمنټ، د اماني ليسې فوټبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

دغه ټورنمنټ، چې په اماني ليسه کې ترسره شو، په پايلوبه کې يې اماني عالي لیسې خپلې سيالې علم فيضاد عالي ليسې ته د ۳ ـ ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې وګټله.

د ياد ټورنمنټ په پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې رياست د پلان او ستراتيژۍ سلاکار ګلاب الدين خپلواک، ورزشي مسوولينو، د اماني ليسې مدير عبدالحق سالک او استادانو ګډون کړی وو.

د دې سياليو په پای مراسمو کې ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ د وينا پر مهال وويل، د ا.ا په راتګ سره د هېواد ورزش زياته وده کړې ده او ورزشکارانو په بېلابېلو نړيوالو سياليو کې اتلولۍ او مډالونه ګټلي دي.

دغه راز نوموړي وويل، موږ به لکه د هېواد د نورو ورزشکارانو د معارف اړوند ورزشکارانو په کابل او ولاياتو کې لا ملاتړ کو او دوی سره به په بېلابېلو ورزشي برخو کې د خپل توان په اندازه مرسته کو.

د دې سياليو په پای کې اماني ليسې لومړی مقام، علم فيضاد دويم او استقلال لیسې بیا درېيم مقام وګاټه او دغه راز ذکر الله مموزی د دې سياليو د غوره ګول وهونکي په توګه ، شکرالله شريفی د سياليو پديدې په توګه، احمد مصطفی د غوره ګول ساتونکي او رامش اکبري د پايلوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شول، چې د مسؤلينو له لوري ورته مډالونه او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۷
Background image

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني وګټله

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو قهرماني وګټله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۵
Background image

کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالی د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS