کابل؛ داد محمد ناوک د هېواد ورزش ادارې اړوند په مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو کې ورزش ته د ودې ورکولو ریاست رییس وټاکل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۲۰:۴۳
کابل؛ داد محمد ناوک د هېواد ورزش ادارې اړوند په مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو کې ورزش ته د ودې ورکولو ریاست رییس وټاکل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رهبري په شتون کې داد محمد ناوک د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند په مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو کې ورزش ته د ودې ورکولو ریاست رئیس وټاکل شو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق ښاغلي ناوک ته په خپلو چارو د کامیابۍ غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د ناوک په ټاکل کېدو سره به په تحصیلي او علمي ځایونو کې ورزش نوره هم وده وکړي.

همدارنګه ښاغلي وثیق زیاته کړه: د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تحصیلي او علمي ځایونو کې ورزش ته د ودې لپاره دغه ډول ریاست ډېر مهم دی، چې باید په مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو کې هم ورزش ته وده ورکړل شي او کار ورته وشي.

په همدې وخت کې داد محمد ناوک ښاغلي وثیق سره ژمنه وکړه، چې د هېواد په تعلیمي ځایونو کې ورزش ته د ودې لپاره له دوی سره همکاري وکړي او زیاته یې کړه: پوره هڅه کوم، چې د هېواد د محصلینو او متعلمینو ترمنځ ورزش ته وده ورکړم او د ورزش ادارې په ټولو برخو کې له دوی سره همکار و اوسم.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS