کابل؛ د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو په دوام کې موج ساحل او سرخ پوشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۱۹
کابل؛ د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو په دوام کې موج ساحل او سرخ پوشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو په دوام نن پنځلسمه او شپاړسمه لوبه کې موج ساحل له سرسبز یاشلر او سرخ پوشان له میوند اف سي لوبډلو سره لوبه ترسره کړه.

د نن ورځې لومړۍ سیالي په پایله کې موج ساحل لوبډلې سرسبز یاشلر ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر او دویمه لوبه کې بیا سرخ پوشان لوبډلې میوند اف سي لوبډلې ته د ۶-۰ ګولونو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ټولې ۶۶ لوبې ترسره کېږي، چې ۳۳ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS