کابل؛ د المپيک نړیوالې ورځې په مناسبت د کونګفو دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې
په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د المپيک نړیوالې ورځې نمانځنې په مناسبت د کابل ښار د ٦٥ کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ ، مشاورینو، د مشورتي بورډ غړو، د کونګفو فدراسیون مسوولينو، ورزشکارانو او د دې رشتې لسګونو مينوالو ګډون درلود.
د دغو سياليو په پيل کې د کونګفو فدراسیون رئیس حبيب الله فايزي د روانو سیالیو پر اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي فايزي د ورزش له ادارې مننه وکړه، چې تل يې د دوى ملاتړ کړى او د ورزشي فعالیتونو زمينه يې ورته مساعده کړې.
نوموړي د کونګفو دغه سيالۍ د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره مهمې وبللې.
ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ ټول فدراسيونونه دې د خپل کلني پلان له مخې سيالۍ ترسره کړي په خبره يې؛ لکه څنګه چې نړیوال د خپل مهالوېش له مخې د بېلابېلو ورځو نمانځنه کوي نو موږ هم د نورو په څېر بايد د المپيک نړيواله ورځ و نمانځو.
نوموړي وويل؛ د ورزش اداره په کور دننه او بهر د ورزش په برخه کې لاسته راوړنې لري او دا اداره به نور هم د ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د کونګفو دغه دوه ورځنۍ سيالۍ، چې په ميانه سټايل کې ترسره کېږي د کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې د کابل ښار د ٦٥ کلبونو ٣٠٠ ورزشکاران تر منځ پیل شوې.
د کونګفو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سياليو کې به د راتلونکو سیالیو لپاره يو شمېر غوره ورزشکاران هم په ګوته کړي.
