کابل؛ د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې د غوراوي او د افغانستان مستر ۱۶ پړاو سيالۍ د کابل ورزشکارانو په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې
په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې د غوراوي او د مستر افغانستان ١٦ پړاو سيالۍ د کابل ورزشکارانو په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې مرستيال باور هوتک، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، رئیسانو، ورزشي مشاورينو، د مشورتي بورډ غړو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو شتون درلود.
په دغو سياليو کې د ١٩ ولايتونو ٦٩٥ ورزشکاران ګډون درلود، چې د بدن ښکلا په برخه کې په لس وزنونو کې له ٥٥ څخه تر ١٠٠ کيلو او د فټنس په برخه کې له ١٦٠ څخه تر مثبت ١٨٠ سانتي متر ورزشکارانو سره سيالۍ وکړې.
دغه سيالۍ، چې څلور ورځې يې دوام وکړ، د فټنس په برخه کې ٢٥ تنه او د بدن ښکلا په برخه کې ٥٠تنه د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.
همداراز د يادو سياليو په ترڅ کې د کابل ورزشکارانو لومړى، هرات دويم او کندهار درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادولو ده، چې د دغو سياليو په جريان کې د هر وزن لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او تقدير نامې ورکړل شوې.
