کابل؛ د بوکسېنګ ملي فدراسیون ۱۲ کسیزه لوبډله چین ته لاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بوکسېنګ ملي له لوري د یاد فدراسیون ۱۲ کسیزه لوبډله، چې له نهو ورزشکارانو او درېیو روزونکو څخه جوړه وه، د اسیا بوکسېنګ اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د چین هېواد ارومچي ښار ته روانه شوه.
یادې د بوکسېنګ اسیایي سیالۍ به د روان کال د اګسټ میاشتې په ۱۵ نېټه پيل شي او د همدې میاشتې په ۳۰ نېټې پورې به د اسیایي ۲۶ هېوادونو ترمنځ ترمنځ ترسره شي.
د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ او د بوکسېنګ ملي فدراسیون رئیس قدیر سلطاني ګډون کړی وو.
په دغه مراسمو کې ښاغلي ځدراڼ تلونکې لوبډلې ته د خیر دعا وکړه او هغوی ته د بریاوو غوښتونکی و.