کابل؛ د جمناسټيک دوبني جام دويم پړاو سيالۍ ترسره شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د جمناسټيک ملي فدراسیون د دوبني جام دويم پړاو سيالۍ ترسره شوې.
دغو سياليو چې يوه ورځ يې دوام وکړ د کابل ښار د ١٨ کلبونو د تنکيو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو ٦٠ ورزشکارانو پکې ګډون درلود.
د دغو سياليو موخه په اسپک او حلقې وسيلو کې د غوره لوبغاړو په ګوته کول دي.
د يادو سياليو په پاى کې له هرې کټګورۍ څخه ٣تنه چې مجوعا ١٢تنه ورزشکارانو کيږي په اسپک او حلقې وسيلو کې غوره شول.