کابل؛ د رزمي ورزشونو د ملي لوبډلې د غوراوي لومړی پړاو سیالۍ پيل شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیم کې د لومړي ځل لپاره د هیواد د ۲۱ ولایتونو د ۷۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د ملي لوبډلې د غوراي سیالۍ پيل شوې.
په دغه ورزشي برنامه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور او د رزمي ورزشونو فدراسیون رئیس قاري حیات الله رحماني، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دفتر رئیس مولوي فضل الرحمن "اسد بري" د رزمي ورزشونو فدراسیون رهبري، د ګډون کوونکو ولایتونو استازو، ورزشکارانو او د رزمي ورزشونو مینوالو ګډون کړی و.
په پيل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په خپلو خبرو کې وویل: د ا.ا.ا په راتګ سره موږ او تاسو د ورزش په برخه کې د ګڼو پرمختګونو شاهدان یو، چې همدا اوس زموږ تر سلو زیات ورزشکارن د چین په کوربتوب په اسیایي سیالیو کې لوبیږي او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې په دغو سیالیو کې په دومره لوړ تعداد ورزشکاران ګډون کوي.
ښاغلي وثیق زیاته کړه: افغانستان اوس د دې جوګه دی چې د بهرنیو ورزشکارانو کوربتوب وکړي او د نورو هیوادونو ورزشکاران راځي او زموږ په ورزشي میدانونو کې له افغاني ورزشکارانو سره لوبیږي، لکه تېره شپه، چې د کابل په زړه کې د ایران، پاکستان، ارزبایجان او ځینو نورو هیوادونو ورزشکاران زموږ له ورزشکارانو سره ولوبېدل چې په پایله کې زموږ ورزشکارانو د څلورو هیوادونو ورزشکارانو ته ماتې ورکړې او سیالۍ یې وګټلې، چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.
نوموړي وویل: هڅه کوو پر مرکز سربېره ولایتونو او ولسوالیو کې هم په متوازن شکل سره ورزش ته کار وکړو او د ادارې ټوله ورزشي بودجه به د ورزش د غوړیدا په پار د ورزش په میدانونو ولګوو.
هغه پر ورزشکارانو غږ وکړ: ورزشکاران باید خپلمنځي اختلافات ونلري دوی باید متحد، د یوه او بل خواخوږي او مخلصین وي، دا باید یاد ولري چې اخلاص به یې په هر میدان کې ځلوي او بیا به د هیواد لپاره ویاړونه راوړي.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس ورزشکاران د ورور ولۍ پیغام رسوونکي او د سولې سفیران یاد کړل او زیاته یې کړه: ورزشکاران دي چې د هیواد نوم او بیرغ یې په نړۍ کې ځلولی او د خپل هیواد لپاره یې لاسته راوړنې او مډالونه راوړي دي.
ورپسې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ورزشي مشاور او د رزمي ورزشونو فدراسیون رئیس قاري حیات الله رحماني وویل: د خوښۍ ځای دی چې له کلونو وروسته د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رهبرۍ په هڅو سره وتوانېدو چې د رزمي ورزشونو د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پیل کړو او دا د رزمي ورزشونو فدراسیون د رهبرۍ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.
ښاغلي رحماني د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له رهبرۍ څخه د دغه ورزشي برنامې د ترتیب او تنظیمولو په برخه کې مننه وکړه زیاته یې کړه د رزمي ورزشونو فدراسیون رهبرۍ او ورزشکارانو له څو ورځو راپدېخوا د دغو سیالیو د ترسره کېدو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کړي ترڅو یاده برنامه په بریالیتوب سره ترسره شي.
د رزمي ورزشونو فدراسیون رئیس قاري حیات الله رحماني له ټولو ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې د برنامې په جریان کې له پوره حوصلې کار واخلي ترڅو دغه برنامه پرته له کومې خلا او ستونزې پای ته ورسېږي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع هم په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت د ورزش د غوړېدا لپاره غوره فرصت یاد او زیاته یې کړه چې ورزشکاران دي، چې په خپلو هڅو سره هیواد ته ویاړونه راوړي.
نوموړي وویل: د ځوانانو په هڅو او کوششونو هیواد د پرمختګ لور ته ځي او زموږ د ټولو هیوادوالو هیلې تاسو ځوانانو ته دي.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګورۍ په مختلفو وزنونو کې د (یوني فایت، واکو کیک بوکسنګ، سلف دیفنس، او سپورت، فول کانتکت کیک بوکسنګ او کی ون اپ کی دو) په مختلفو سبکونو کې ترسره کېږي او اته ورځې به دوام وکړي.
