کابل؛ د رمضان جام فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د فوټبال رمضان جام سیالۍ، چې ۱۸ ورځې مخکې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ په حذفي ډول ترسره شوې، چې پایلوبې ته یې اتحاد او امرخېل لوبډلو لار وموندله. پایلوبه په دواړو راونډو کې مساوي شوه، چې اخېر کې په پینالټیو کې اتحاد لوبډلې د ۵/۴ ګولونو په توپیر امرخېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او قهرماني یې په خپل نوم کړه.
د دې سیالیو موخه د روژې په مبارکه میاشت کې فوټبالرانو ته د تمرین زمینه جوړول او د کابل ولایت په کچه د غوره څېرو موندل و.