کابل؛ د شپږ ولایتونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ د پروان لوبډلې وګټلې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۱۴
کابل؛ د شپږ ولایتونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ د پروان لوبډلې وګټلې

د کابل ولايت په کوربتوب د شپږو ولايتونو لغمان، پروان، ميدان وردګ، باميان، کندهار او کابل "ب" لوبډلو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ د پروان ولايت د لوبډلې په ګټلو پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو فاينل ته د پروان او کندهار ولایتونو لوبډلو لار وموندله، چې د پروان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ٣٥-٢٠ په توپیر ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

همداراز په دې سياليو کې د کندهار لوبډلې دويم، ميدان وردګ درېيم او د باميان ولایت لوبډلې څلورم مقام ترلاسه کړ.

يادي سيالۍ چې د سره صليب نړيوالې کمېټې په مالي لګښت د همدې کمېټې په ورزشي جمنازيوم درې ورځې وړاندې پيل شوې موخه يې د ځوانانو ورزشکارانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۱
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۳۸
Background image

ننګرهار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت دبدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د آخند سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې آخند سټارز لوبډلې له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۳۶
Background image

کندز کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند دورې ورزشي لوبغالي کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS