کابل؛ د فوټبال د دوهم او درېیم لیګ سیالۍ په غازي لوبغالي کې دوام لري

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۴:۵۲
کابل؛ د فوټبال د دوهم او درېیم لیګ سیالۍ په غازي لوبغالي کې دوام لري

د کابل ښار د فوټبال دويم ليګ د اتو لوبډلو په ګډون، چې د غبرګولي په ١٧مه پيل شوى په کې څلور لوبې ترسره شوې، چې د ميوند لوبډله په ډېرو نمرو سره د جدول په سر کې ده.

د دغه لیګ په دوام کې به نن دوه لوبې ترسره شي، چې په کې د فیروزي او افغان ملي لوبډلې یو له بل سره سیالي وکړي او د کوهدامن او صلح لوبډلې به یو له بل سره د لوبې ډګر ته ننوځي.

له بلې خوا د کابل ښار په درېیم لیګ کې ۱۱ لوبډلو ګډون لري او د غبرګولي په ۲۱ مه پیل شوی، چې په کې د داوودزي لوبډله د زیاتو نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې ده.

د یادولو وړ ده چې د درېیم لیګ سیالیو په دوام به سبا یوه لوبه ترسره شي چې په کې به د یورش او یما شهید لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS