کابل؛ د نشه يي توکو د روږدو د درملنې په ۴۵۰ بستریز روغتون کې د واليبال دويم پړاو سيالۍ وشوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت د جنګلک سیمې اړوند د نشه يي توکو د روږدو د درملنې په ۴۵۰ بستريز روغتون کې د کابل ښار د څلورو روغتونونو د شپږو لوبډلو ترمنځ « روغتیا ته د بېرته وراګرځېدو » په نوم د واليبال جام دويم پړاو سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې جنګلک روغتون الف برازندګي لوبډلې لومړی، اغوش روغتون وقايه لوبډلې دويم او د ابن سینا ۱۰۰۰ بستريز روغتون ب لوبډلې بيا دريیم مقام خپل کړ.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د نشه يي توکو د روږدو د درملنې ۴۵۰ بستريز روغتون رئیس عبدالقدير دانش مل ټولو راغلو ميلمنو او ورزشي مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: ورزش نه يوازې د فزيکي روغتیا لپاره بلکې د ذهن آرام ساتلو، د عصبي فشار کمولو او په ځان باور لوړولو لپاره هم مهم ياد کړ.
ورپسې د صحت عامې وزارت د دفتر رئیس محمد طاهر حليم د روږدو کسانو په عواملو خبرې وکړې، نوموړي د کورنۍ بې غوري، د چاپيريال ناسموالي او په ځوانۍ کې بد ملګري د روږدي والي لوی عوامل وبلل.
په پای کې د واليبال ملي فدراسيون رئيس محمد عارف پیمان له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او زياته يې کړه: ورزش د نشه يي توکو د مخنیوي او همدارنګه د روږدو کسانو د روحي روزنې، اخلاقو او مثبتې انګېزې لپاره غوره وباله، په وروستیو کې يې د ورزش ادارې په استازیتوب لوبغاړو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پیل په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس محمد طاهر حليم ، د واليبال ملي فدراسيون رئیس محمد عارف پیمان، د نشه يي توکو د روږدو د درملنې روغتون رئیس عبدالقدير دانش مل، د ياد ۴۵۰ بستريز روغتون مسوولينو، ډاکترانو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د سياليو په پای کې د لوبغاړو ترمنځ نندارې ترسره شوې او غوره لوبډلې او لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
