کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د والیبال ملي فدراسیون له رهبرۍ او لوبډلې سره ولیدل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲۹
کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د والیبال ملي فدراسیون له رهبرۍ او لوبډلې سره ولیدل

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د والیبال ملي فدراسیون له رهبرۍ او ملي لوبډلې سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د والیبال ملي لوبډلې پر روان تمریني کمپ او راتلونکو نړیوالو سیالیو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، چې دهېواد والیبال ملي فدراسیون رئیس سید رحیم سادات، د دې فدراسیون د رهبرۍ غړو، د ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد اسدالهي او د ملي لوبډلې لوبغاړو ګډون درلود، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق په خپلو خبرو کې والیبال یو له هغه ورزشونو څخه یاد کړ، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې بې شمیره مینوال لري او زیات شمیر ځوانان دغه ورزش ترسره کوي.

دغه راز نوموړي، د والیبال ملي لوبډلې د روان تمریني کمپ، چې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې روان دی، د والیبال ملي فدراسیون له مسؤلینو او د ملي لوبډلې لوبغاړو سره خبرې وکړې او د روان تمریني کمپ پر اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

همدارنګه ښاغلي وثیق زیات کړه، چې موږ د والیبال ورزش ته ځانګړې پاملرنه لرو او موږ به خپل ټول هغه امکانات او وسایل، چې په لاس کې یې لرو، د والیبال ورزش د ودې او د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره په لاره واچو، ترڅو په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې ښه وځلېږئ.

دغه راز نوموړي، د ملي لوبډلې له لوبغاړو وغوښتل چې خپلو تمریناتو ته په پوره شوق او علاقي سره دوام ورکړي ترڅو په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې په میړانه ولوبېږي او هېواد ته ویاړونه راوړي.

په ورته وخت کې د والیبال ملي فدراسیون رئیس سید رحیم سادات، د رهبرۍ غړو او د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړو هم په دغه لیدنه کې خپل نظرونه او غوښتنې له ښاغلي وثیق سره شریکې کړې، چې د مولوي احمد الله وثیق له لوري یې غوښتنې او نظرونه واورېدل شول او د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.

ټاکل شوې، چې د والیبال ملي لوبډله به د روانې جولای میاشتې پر ۱۹مه نېټه د مرکزي اسیا زون والیبال سیالیو کې ګډون وکړي، چې د ۱۰ هېوادونو ترمنځ به ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS