کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ورستيو ورزشي لاسته راوړونو په اړه خبري کنفرانس وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ورستيو ورزشي لاسته راوړونو په اړه خبري کنفرانس وکړ

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د هېواد د ورزش په برخه کې د وروستيو سترو ورزشي لاسته راوړونو په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خبري کنفرانس کې معلومات شريک کړل.

په دغه خبري کنفرانس کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د هېواد ورزش ادارې د نشراتو رئيس اتل مشواڼي د هېواد د ورستيو ورزشي لاسته راوړنو په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل او دغه لاسته راوړنې يې د هېواد د ورزش په تاريخ کې بې سارې وبللې. همدارنګه د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د فوټبال وروستۍ لاسته راوړنې تشریح کړې او د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري هم په کنفرانس کې معلومات ارایه کړل.

د ويلو ده، چې د ياد خبري کنفرانس په پای کې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS