کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو
کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو چارو امريت په همکارۍ د انرژۍ د سپما او ساتنې په اړه د پوهاوي يو ورځنی سمينار ترسره شو.
د دې سمينار په پيل کې د هېواد ورزش ادارې مالي او ادارې رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي د وينا پر مهال د اصراف او بې ځايه مصارفو د ضرر او تاوان په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې انسان بايد نه زيات بخل وکړې او نه اصراف، بلکې ميانه روي وکړي، چې په کارونو کې ميانه روي د مومنانو يو صفت دی.
همدارنګه نوموړي وويل، چې موږ بايد د برق او انرژۍ په سپما کې خپل رول ادا کړو او کوښښ وکړو چې، بې ځايه يې مصرف نکړو.
په دغه سمینار کې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست، انجنير اسماءالله مجددي له لوري، د سمينار ګډونوالو ته، په هېواد کې د انرژۍ سکتور د فعلي وضعيت په اړه، ټولنې ته د انرژۍ د نه سپما په صورت کې د متوجې ګواښونو، د مثمريت او انرژۍ ساتنې پر اهدافو، د انرژۍ د سپما پر اهميت او نورو اړوندو موضوعاتو بشپړ معلومات وړاندې شول.
د ويلو ده، چې ياد سمينار د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د انرژۍ د سپما او ساتنې په اړه د پوهاوي په موخه ترسره شو، چې پکې د دې ادارې د بېلابېلو رياستونو رئیسانو، مشاورينو، امرينو او مديرانو ګډون کړی و او يوه ورځ يې دوام وکړ.
