کابل؛ د وزلوبې پنځم پړاو سیالیو پچه اچوونه ترسره شوه
نن په کابل کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د رهبري او نورو مسوولانو په شتون کې د وزلوبې پنځم پړاو سیالیو پچه اچوونه ترسره شوه.
د پچه اچوونې په دغو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د وزلوبې فدراسیون رئیس سرور جلال او نورو رئیسانو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي احمدالله وثیق هېوادوالو ته د وزلوبې پنځم پړاو لیګ سیالیو د ترسره کېدو مبارکي وویله او وې ویل: «سږ کال به د تېرو کلنو په پرتله د وزلوبې لیګ متفاوت وي. کومو لوبډلو چې تېر کال په دغه لیګ کې ګډون نه و کړی هغوی به ګډون پکې کوي.»
ښاغلي وثیق زیاته کړه: «د وزلوبې بهرني لوبڅاران به هم په دې لیګ کې لوبڅاري وکړي او هغوی هم هېواد ته راغلي هم دي.»
د ښاغلي وثیق په خبره؛ د وزلوبې نوي اصول او قوانین به د سیمنار له لارې د دې لیګ ټولو ګډونوالو ته بیان شي.
ښاغلي وثیق همداراز د هېواد له ملي سپورټ تلویزیون څخه مننه وکړه، چې د دغو سیالیو ژوندي خپراوي ته یې غاړه ایښې ده.
د پچه اچوونې په پایله کې د وزلوبې ګډون کوونکې لوبډلې په څلورو ګروپونو ووېشل شوې، چې په لومړي ګروپ کې سمنګان، پنجشېر او بامیان ولایتونه، په دویم ګروپ کې بغلان، سرپل، تخار ولایتونه، په درېیم ګروپ کې کندز، بلخ او میدان وردګ ولایتونه او په څلورم ګروپ کې کندهار، بدخشان او لوګر ولایتونه شامل دي.
د دغو سیالیو دویم پړاو ته به اته لوبډلې، درېیم پړاو ته یې څلورم او څلورم یا وروستي پړاو ته به یې دوه غوره لوبډلې لاره مومي.
په پای کې د وزلوبې فدراسیون رئیس ښاغلي سرور جلال د ورزش ادارې له مسؤولانو او د نورو ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو له استازو څخه مننه وکړه، چې له دوی سره یې تل په هره برخه کې همکاري کړې ده.
همداراز ښاغلي جلال له ټولو آس اخیستونکو څخه مننه وکړه، چې د دغو سترو سیالیو لپاره یې غوره او بهترین آسونه ترتیب کړي دي.
ښاغلي جلال ژمنه وکړه، چې د سږ کال ټولې سیالۍ به د قانون مطابق پرته له کومې ستونزې او د تېرو کالونو په پرتله به په متفاوته بڼه ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ به سبا نه بل سبا د مرغومي په ۵مه نېټه په کابل کې پیل شي.
