کابل؛ د وزن پورته کولو ۶ کسيزه لوبډله سعودي عربستان ته روانه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۵
کابل؛ د وزن پورته کولو ۶ کسيزه لوبډله سعودي عربستان ته روانه شوه

د افغانستان د وزن پورته کولو ملي فدراسيون شپږ کسيزه ( څلور ورزشکاران او دوه روزونکي ) لوبډله د هېواد ورزش ادارې په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سياليو کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان، رياض ښار ته روانه شوه.

د وزن پورته کولو ملي لوبډلې د تګ وړاندې، د مخې ښې په موخه د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري سره وليدل، چې ښاغلي احمدالله وثيق، يادې لوبډلې ته د برياليتوب د دعا ترڅنګ په يادو سياليو کې د ښو لاسته راوړنو هیله وښوده.

په دې سياليو کې به شفیق جان سخی زاده په ۷۱ کیلو ګرامه وزن کې، مجیب سلطانی په ۷۹ کیلو ګرامه، زبیر نظري په ۸۸ کیلو او فضل کریم ترکمن به په +۱۱۰ کیلو ګرامه وزن کې سيالي ترسره کړي. همدارنګه عبدالله دوست به د روزونکي او اکرم نادري به د مرستيال روزونکي په توګه ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۵ اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالۍ به د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د افغانستان په ګډون د ۵۷ هېوادونو ترمنځ په ۲۳ بېلابېلو ورزشي رشتو کې د روانې نومبر مياشتې پر ۷مه نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي، چې له افغانستان څخه به پکې په ۱۲ رشتو کې د ورزشکارانو او پلاوو په ګډون ۸۳ تنه ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د یادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۱
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS