کابل؛ د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالیو په دوام؛ میمنې، کابل ب، میدان وردګ او لغمان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالیو په دوام کې میمنې له لغمان،لوبډلې سره، کابل ب له بامیان، میدان وردګ له خوست او لغمان له کندهار لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.
د دغو سیالیو په پایله کې د میمنې، کابل ب، میدان وردګ او لغمان لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالۍ درې ورځې مخکې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي او د سره صلیب او نوه املوس بنسټونو په مالي ملاتړ د مرکز او ولایتونو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي، چې سبا (چهارشنبه) به پای ته ورسېږي.