کابل؛ د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د آسیا زون او اقیانوسیه لوبو کې د ګډون موخه ټایلنډ هېواد ته سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲۷
کابل؛ د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د آسیا زون او اقیانوسیه لوبو کې د ګډون موخه ټایلنډ هېواد ته سفر وکړ

د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د آسیا زون او اقیانوسیه لوبو (AOZ) کې د ګډون موخه ټایلنډ هېواد ته سفر وکړ.

د یادو لوبغاړو د مخه ښې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د پارا المپیک کمېټې سرپرست محمد یوسف افتخار ګډون کړی و.

د یادو مراسمو په جریان کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ویلچر باسکټبال په سیالیو کې د لوبغاړو د بریا هیله وښوده، ملي لوبدلې ته یې لازمې لارښوونې وکړې او په حق کې یې د خیر دعا ورته وکړه.

دغه سیالۍ پنځه ورځې وروسته پیلیږي او ۱۳ ورځې به دوام وکړی، چې له افغانستان څخه د ۱۵ ورزش کارانو په ګډون د لوبو یو پلاوی، چې مشر روزونکی، د لوبډلې مدیر، لوبڅار او مرستیال لوبڅار پکې دي، هم ګډون وکړي.

په یادو سیالیو کې افغانستان په B ګروپ کې له نیوزیلنډ، فلیپین، اماراتو او سعودي عربستان سره لوبې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS