کابل؛ د ١٤٠ ورزشکارانو په ګډون د کابل ښار مرکز زون د پهلواني سيالۍ پيل شوې
په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٢٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د ١٤٠ ورزشکارانو په ګډون د کابل ښار مرکز زون د پهلواني سيالۍ پيل شوې.
په دغو سيالیو کې ورزشکازان د ځوانانو د سني کټګورۍ په ١٨، ٢٠، ٢١ او ٢٣ کلونو عمر کې له ٥٧ څخه تر ١٢٥ کيلو وزنونو کې له يوبل سره لوبيږي.
يادې سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي چې موخه يې په پورته ذکر شويو عمرونو کې د مرکز زون لپاره د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.
د پهلواني فدراسیون د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د دغو سياليو په څلورمه او وروستۍ ورځ به د کوچنيانو، تنکيو ځوانانو، نوي ځوانانو او ځوانانو سني کټګوريو کې په ١٠، ١٣، ١٤، ١٥، ١٦ او ١٧ کلنو له ٣٠ څخه تر ١٠٠ کيلو وزن کې١٥٠ ورزشکاران ګډون وکړي.
په دغو سياليو کې به هم په پورته ذکر شويو عمرونو کې د کابل ښار مرکز زون لپاره غوره ورزشکاران وټاکل شي.
