کابل؛ د پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د برونزو مډال ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۳۲
کابل؛ د پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د برونزو مډال ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږۍ د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سهمیه کسب سیالیو د ګډون په موخه یوه اوونۍ وړاندې چین هېواد ته تللې وه د برنزو مډال له لاسته راوړلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان له طرفه ابراهیم دانشي د بېلا بېلو هېوادونو پنځو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د پاریس ۲۰۲۴ المپیکي سهمیه کسب سیالیو کې د برنزو یو مډال په خپل نوم کړ.

د ښه راغلاست مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د هېواد پاراالمپیک ملي کمېټې رهبري پلاوي ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق ورزشکارانو ته د برنزو مډال ګټلو مبارکي وویله او همدارنګه یې ورزشکارانو ته د ورزش په برخه کې د نورو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS