کابل؛ د کابل ښار د تکواندو استادانو او ورزشکارانو ته د تکواندو پومسې فورم او کمربند لوړولو اتم پړاو سمينار پيل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۸
کابل؛ د کابل ښار د تکواندو استادانو او ورزشکارانو ته د تکواندو پومسې فورم او کمربند لوړولو اتم پړاو سمينار پيل شو

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تکواندو ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کابل ښار د تکواندو استادانو او ورزشکارانو ته د تکواندو پومسې فورم او کمربند لوړولو اتم پړاو سمينار پيل شو.

دغه سمينار، چې څلور اوونۍ به دوام وکړي د تکواندو پومسې برخې ١٥تنه استادان او ٥٥تنه ورزشکاران پکې ګډون لري.

په دې سمينار کې به ګډونوالو ته تکواندو مکتبي کېدلو، د تکواندو فن، فورم، په ضربه يي ډول د لغتې وهلو او ورزشي اخلاقو پر اړه په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول کيږي.

د تکواندو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دې سمينار کې به ورزشکاران له ابتدائيه حالت څخه د عمل ډګر ته را ايستل کېږي.

د دغه سمينار په څلورمه اوونۍ کې به له ګډونوالو څخه ازموينه اخيستل کيږي او د هغوى د وړتیا پر اساس به د کمربند لوړولو درجه ورکول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال احمد لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننگرهار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونړ ولايت زلزله ځپلو سره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۱۱
Background image

BACK TO NEWS