کابل؛ له پینځه ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ازادې سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په مرکزي جمنازیوم کې د تنکیو ځوانانو او ماشومانو په عمري کټګورۍ کې د ۸۰جوړو (۱۶۰) ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ازادې سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې یوه ورځ به دوام وکړي له مرکز کابل، پروان، کاپیسا، بغلان او غزني ولایتونو ۱۶۰ ورزشکارانو پکې ګډون کړی وو.
د دغو سیالیو څخه به د تنکیو ځوانانو له کټګورۍ ۴۰ او د ماشومانو له کټګورۍ ۳۲ ورزشکاران غوره شي.
د یادو سیالیو موخه د غوره ورزشکارانو موندل، ورزشکارانو ظرفیت لوړول او هڅوول دي.