کابل؛ وروسته له اوو کلنو د باتواران دود ملي لوبډلې د غواروي دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۳:۴۸
کابل؛ وروسته له اوو کلنو د باتواران دود ملي لوبډلې د غواروي دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم کې وروسته له اوو کلونو د باتوران دود ملي فدراسیون د ملي لوبډلې د غواراوي دویم پړاو سیالۍ د نهو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په چللوب او ژبلوب سبکونو کې پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د مقام د دفتر رئیس مولوي فضل الرحمن اسد بري، د مشورتي بورډ غړو، د ځینو ورزشي فدراسیونونو استازو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د باتوران دود ملي فدراسیون د ملي لوبډلې د غواروي دویم پړاو سیالیو د پیل په مراسمو کې وویل: د خوښۍ ځای دی، چې له شاوخوا ۷کلونو وروسته د باتوران دود ملي لوبډلې د غوراوي دویم پړاو سیالۍکیږي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس زیاته کړه: د ا.ا.ا د ورزش ملاتړ ته ژمن دی او ټول تمرکز يې د ورزش په راپورته کولو دی؛ هغه فدراسیونونه چې د ملي لوبډلو د غوراوي سیالۍ يې له کلونو راهیسې نه وې شوې د ورزش ادرې په بیا بیا هڅو وشوې.

ښاغلي وثیق وویل؛ د ا.ا.ا د ورزش ملاتړ ته ژمن دی او ټوله هڅه یې دا ده چې ورزش به راپورته کوي په خبره یي؛ د ورزش ادارې په هڅو سره د هغو فدراسیونونو د ملي لوبډلو د غوراوي سیالۍ چې پخوا نه وې شوې ترسره شوې.

نوموړي همداراز زیاته کړه موږ د ټولو هغو ورزشونو ملاتړ او تقويې ته ژمن يو چې په تېر کې له پاه غورځېدلي و.

ورپیسې د باتوران دود فدراسیون سرپرست صدام حسین غفوري د باتوران دود ملي لوبډلې د غوراړوي سیالیو پر اړه معلومات وړاندې کړل چې خبره يې: «باتوران دود د افغانستان ملي او دودیز ورزش دی چې خپله د افغانانو له لوري رامنځته شوی.»

ښاغلي غفوري د ورزش له ادارې له همکارۍ د مننې ترڅنګ له هغوی د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه، موږ له پخوا د راپاتې ستونزو له امله په دې ونه توانیدې، چې د دې فدراسیون د ټولو سبکونو د غوراوي سیالۍ وکړو.

د باتوران دود د ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې د کابل، ننګرهار، نیمروز، میدان وردګ، بلخ، کنړ غور او هرات ولایتونو د ځوانانو او لویانو سني کټګوریو کې ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په پایله کې به ۵۰تنه د باتوران دود ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د باتوران دود ورزشي رشته په ۱۳۸۴ کال کې د همایون علمیار له لوري رامنتځته شوه او په ۱۳۸۶ کال کې فدراسیون شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS