کابل؛ په غازي سټوډیوم کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د رګبي یو ورځنۍ خزاني سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۰:۱۴
کابل؛ په غازي سټوډیوم کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د رګبي یو ورځنۍ خزاني سیالۍ ترسره شوې

د پلازمېنې کابل په غازي سټوډيوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رګبي لوبې یو ورځنۍ سیالۍ د درېیو لوبډلو خراسان، آریانا او افغان کېنګ په بریا پای ته ورسېدې.

د رګبي په دغو سیالیو کې د کابل ولایت شپږو ټیمونو "خراسان، کابل یونایټیډ، حبیبه لېسې، افغان کېنګ، آریانا او مموزی یوت رګبي" لوبډلو ګډون درلود.

په سیالیو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست پر مسوولینو سربېره، د رګبي فدراسیون غړو او یو شمېر ورزشکارانو برخه لرله.

د رګبي فدراسیون غړي استاد صفي الله احمدي غوښتنه وکړه، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست دې د دوی شته ستونزې، چې د معیاري لوبغالي نشتوالي، د زیاتو ټورنمنټونو نه ترسره کولو، مالي ملاتړ او د ولایتي ټیمونو د نه لرلو په برخه کې یې لري، پاملرنه ورته وشي.

د یادونې ده، چې په پلازمېنه کابل کې د رګبي لوبډلې ۱۰ ټیمونه شته، چې له ډلې یې نن سه شنبه ۶ لوبډلو سیالۍ ترسره کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

هلمند کې د څلور نيم لکه افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د هلمندي ځوان محمد علي فروتن په مالي لگښت د څلور لکه پنځوس زره (۴٫۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب رسماً پرانيستل شو.

د ښاغلي فروتن په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننگرهار؛ خوږيانو ولسوالۍ کې گډ ورزشي نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په بربهار لېسه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بېلابېلو ورزشي ريشتو نمايشات ترسره شول.

دا نمايشات په جمناسټیک، پهلواني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په مرکزي سټډيوم کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS