کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۴ غوره ورزشکاران د کابل ښار منتخبې لوبډلې راتلونکو سياليو ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار منتخبه سياليو ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۵
Background image

د جوجتسو افغان ورزشکار په نړۍ والو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

د جوجتسو نړۍ‌والو سیالیو کې افغان ورزشکار مصطفی وکیلي په ۶۹ کیلو ګرام وزن او فول کانتکت سبک کې لومړۍ سیالي د حریف نه حاضریدو له کبله وګټله او دویمه سیالي یې د قزاقي سیال پر وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS