کابل کې د باتوراندود لوبڅارۍ په اړه عملي او نظري سمینار پيل شو
د علم او پوهاوي د کچې د لوړولو او د دریمې درجې لوبڅارۍ سند ترلاسه کولو په موخه د علمي او نظري روزنیزو ورکشاپونو دریم پړاو نن پنجشنبه د چنګاښ په ۲ مه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شو.
دا ورکشاپ د صدام حسین غفوري او صفي الله رحماني په روزنه پرمخ وړل کیږي د مرکز څخه ۳۵ لوبڅارانو ګډون کړی چې په کې په عملي او نظري ډول ګډونوالو ته روزنه ورکول کیږي.
د يادونې وړ ده، چې په مرکز کې د باتوراندود فدراسيون له خوا جوړ شوى روزنيز ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي.
