کابل کې د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۰:۲۸
کابل کې د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت په عایشې درانۍ عالي لېسه کې دوه ورځې وړاندې د باسکټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.

د باسکټبال فدراسیون رییس عبیدالله ارغندیوال د معلوماتو په اساس، په یادو سیالیو کې د کابل پوهنې ریاست شپږو لوبډلو ګډون کړی و، چې تېره ورځ چهارشنبه پای ته ورسېدلې.

د یادو سیالیو په پای کې د معارفA لوبډلې لومړی مقام وګاټه او د سیالیو ګټونکې شوه. ورپسې معارفB او معارفD لوبډلو په نوبت دویم او درېیم مقامونه وګټل.

د دغو سیالو موخه د کابل معارف او کابل ځوانانو لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو غوره‌کول یاد شوي دي.

د پای‌لوبې مراسمو په پای کې د کابل د پوهنې رییس او باسکټبال فدراسیون لخوا غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS